IQNA

 د نننۍ ټولنې لپاره د نبوي(ص) سیرت د عملي کولو اړتیا

5:49 - September 17, 2025
د خبر لمبر: 3491721
ایکنا - د عراق د عربي قبا یلو او عشایرو د اتحادئې مشر شیخ معن بن علي الجربا له ایکنانیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې مونږ باید د نبوي سیرت له اکاډمیکو لوستونو (په ښوونځیو،پوهنتونونو او جوماتونو کې)ورهاخوا لاړ شو او دا سیرت د نننۍ ټولنې په ریښتیني او عملي ژوند بدل کړو.

هغه د تهران د وحدت په ۳۹  نړیوال کنفرانس کې له ایکنانیوز سره په خبرو کې وویل:مونږ دلته د دې لپاره  ټول شوي یوو  څو د وحدت او یو داسې حکومت د جوړولو په اړه د رسول الله (ص) سیرت نړۍ ته یاد کړو چې د ټولو وګړو حقوق په کې رعایت شوي وي.

هغه زیاته کړه: رسول الله (ص) کله چې مدینې ته لاړ، یو مکتوب قانون ئې جوړ کړ چې د نړۍ له لومړنیو اساسي قوانینو څخه و. په دې قانون کې د ټولو وګړو حقوق، پرته له دې چې د دوی دین، توکم یا جنسیت څه وي، رعایت شوي وو. د مدینې سند یهودو او مشرکانو ته هم د نورو وګړو په څېر حقوق ورکړي وو. له دې امله، مونږ  اوس د عربي او اسلامي امت په توګه د یووالي او هغو خطرونو پر وړاندې د مبارزې اړتیا لرو چې ټول ئې په نښه کړي دي.

ضرورت کاربردی کردن سیره نبوی در جامعه امروز مسلمانان

شیخ الجربا وویل: نن سبا  صهیونیسټي رژیم په ښکاره اعلان کړی چې د لوي اسرائیل طرحه تعقیبوي. دا لومړی ځل دی چې د دغه رژیم لومړی وزیر په رسمي او ښکاره توګه د عربي او اسلامي هېوادونو پر وړاندې دا خبره کوي. له همدې امله، مونږ د دې خطر پر وړاندې  یووالي او پيوستون  ته  ډیره  اړتیا لرو.

هغه د رسول الله (ص) د اخلاقي صفاتو او د اسلامي امت د وحدت د پیاوړتیا لپاره د هغې د کارولو په اړه وویل: رسول الله (ص) یو ناطق او ژوندی  قرآن ؤ چې په ځمکه ئې حرکت کاوه، او مونږ  اوس  ددغو اخلاقو کارولو ته اړتیا لرو څو اسلامي وحدت رامینځته کړو.

ضرورت کاربردی کردن سیره نبوی در جامعه امروز مسلمانان

د نبوي سیرت د اوسنئ ټولنې په ژوند کې د عملي کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: مونږ باید د نبوي سیرت له اکاډمیک لوست څخه  ورهاخوا ولاړ شو او دا په خپلمنځي تعاملاتو او حتی له غیرمسلمانانو سره په اړیکو کې عملي کړو څو د دې ستر  او لوي  او سوچه دین په اړه د نړیوالو دوستي ترلاسه کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4304831

captcha